فارن پالیسي راپور ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله د تاوتریخوالي لنډمهاله کمښت د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ اصلي لاملونه نه دي حل کړي.
د راپور له مخې، که څه هم د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې د وروستیو اوربند هڅو وروسته کمې شوې دي، خو هغه بنسټیز اختلافونه چې دغه شخړه رامنځته کوي، لا هم پر خپل ځای پاتې دي.
د تحلیل له مخې، پاکستان لا هم طالبان تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) جنګیالیو ته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې فعالیت وکړي او پر پوله بریدونه ترسره کړي. خو طالبانو دا تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
راپور زیاتوي، چې امنیتي اندېښنې یوازې د دې شخړې یوه برخه ده. د ډیورنډ کرښې پر سر تاریخي اختلافونه، چې پاکستان یې نړیواله پوله بولي، لا هم د بېباورۍ لامل ګرځي. هېڅ افغان حکومت، د طالبانو په ګډون، دغه کرښه په رسمي ډول نه ده منلې.
په راپور کې د دواړو غاړو د پښتنو د ټولنو وېش ته هم اشاره شوې، چې د قومي او سیاسي حساسیتونو له امله د تلپاتې حل پر وړاندې لوی خنډ بلل کېږي.
سره له دې چې پر پوله نښتې نسبي کمې شوې دي، خو شنونکو خبرداری ورکړی چې وضعیت لا هم نازک دی او که اساسي سیاسي او امنیتي ستونزې حل نه شي، کېدای شي بېرته خراب شي.
راپور زیاتوي، چې دواړه لوري د دې لپاره تر فشار لاندې دي چې د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي، ځکه د پولې بېثباتي پر سوداګرۍ، کډوالۍ او سیمهییز امنیت منفي اغېز کوي.
فارن پالیسي پایله کړې، چې که څه هم اوربندونه کولای شي لنډمهاله تاوتریخوالی راکم کړي، خو دوامداره سوله به یوازې د پراخو سیاسي حللارو او د کابل او اسلاماباد ترمنځ د باور د زیاتېدو له لارې رامنځته شي.