Search

د قطر د بورسونو له لارې ۷۴ افغان زده‌ کوونکي د امریکا له پوهنتونونو فارغ شول

News image
14 غبرګولی 1405 - 08:32

د قطر ټریبیون راپور ورکړی، چې د قطر له لوري د تمویل شوي بورسونو پروګرام له لارې ۷۴ افغان زده‌کوونکي د امریکا د ۲۷ پوهنتونونو څخه فارغ شوي شول.

د راپور له مخې، دغه زده‌کوونکو خپلې زده‌کړې د ۲۰۲۵ کال د مني، د ۲۰۲۶ کال د پسرلي او د ۲۰۲۶ کال د اوړي په تعلیمي سمسترونو کې بشپړې کړې دي یا به یې بشپړې کړي.

د «د افغانانو لپاره د قطر بورس پروګرام» په نوم دغه پروژه د ۴۲۶ افغان زده‌کوونکو د ملاتړ لپاره پیل شوې، څو هغه زده‌کړې چې د ستونزو له امله یې درېدلې وې، بېرته د امریکا په پوهنتونونو کې دوام ورکړي.

د محمد سعد الکبایسي په وینا، دا پروګرام د دې ښکارندویي کوي چې له ستونزو سره سره د افغان زده‌کوونکو د ملاتړ لپاره ژمنتیا موجوده ده.

هغه ویلي، فارغانو د سختو شرایطو سربېره د زده‌کړو په دوام کې زغم او هوډ ښودلی او ټینګار یې کړی چې زده‌کړه د فرصتونو، ثبات او اوږدمهاله پرمختګ لپاره مهمه ده.

دغه پروګرام د لیسانس او ماسټرۍ کچو لپاره بشپړ بورسونه برابروي، څو افغان زده‌کوونکي وکولای شي خپل راتلونکی ورغوي او خپلو ټولنو ته خدمت وکړي.

د پروګرام تنظیموونکو ویلي، دا نوښت د نړیوالو همکاریو ارزښت څرګندوي او د هغو ځوانانو لپاره چې له کړکېچونو اغېزمن شوي، د زده‌کړو د لاسرسي پراخولو کې مهم رول لري.