Search

یونیسف: د نجونو پر زده‌ کړو محدودیتونه د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي

News image
14 غبرګولی 1405 - 10:32

د یونیسف په نوې ارزونه کې ویل شوي، چې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار محدودیتونه د افغانستان اقتصاد او ټولنیز ثبات زیانمنوي.

د فوربس د راپور له مخې، چې د یونیسف د څېړنیز دفتر «اینوسینتي» له‌خوا خپور شوی، ویل شوي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌ کړو بندیز او د ښځو پر کار محدودیتونه د هېواد بشري پانګه کمزورې کوي او کولای شي د اقتصادي ودې او عامه خدماتو لپاره اوږدمهاله منفي پایلې ولري.

د تحلیل له مخې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو بندیز تر دې دمه د افغانستان په ناخالص کورني تولید کې شاوخوا ۰.۵ سلنه کموالی راوستی دی. راپور خبرداری ورکوي، چې هر کال د دې محدودیتونو دوام به نورې نجونې له مسلکي کار ځواک څخه لرې وساتي.

راپور د ټولنیزو اغېزو یادونه هم کړې، چې پکې د ماشومانو د خوارځواکۍ زیاتوالی، د واکسین کم پوښښ او د میندو روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي کمښت شامل دي، ځکه د ښځو زده‌کړه د کورنیو د روغتیا له وضعیت سره نېغه اړیکه لري.

د راپور له مخې، له هغه راهیسې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته رسېدلي، نجونې له لومړني ښوونځي پورته زده‌کړو ته نه پرېښودل کېږي، چې شاوخوا یو میلیون نجونې یې اغېزمنې کړې دي. که دا پالیسي دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به تر دوو میلیونو پورې نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې شي.

دغه څېړنه خبرداری ورکوي، چې په راتلونکو لسیزو کې ښايي شاوخوا ۶۰۰ زره مسلکي ښځې له کار بازار څخه ووځي، چې دا به د ښوونې او روزنې او روغتیا په څېر مهم سکتورونه نور هم کمزوري کړي.

یونیسف له طالبانو غوښتي، چې د نجونو پر منځنیو او لوړو زده‌کړو بندیزونه لرې کړي او ښځو ته د کار اجازه ورکړي، ځکه دا ګامونه کولای شي اقتصادي وده چټکه او ټولنیز وضعیت ښه کړي.

افغانستان لا هم له سخت بشري بحران سره مخ دی او تمه کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به نږدې نیمایي وګړي مرستو ته اړتیا ولري. دوامداره وچکالي، طبیعي پېښې او د میلیونونو کډوالو بېرته ستنېدل د عامه خدماتو پر سیستمونو نور فشار هم زیات کړی دی.

راپور دا هم ویلي، چې په افغانستان کې ډېر پوهنتونونه د زده‌کوونکو د شمېر د کمېدو او د امکاناتو د محدودیت له امله د تړل کېدو له خطر سره مخ دي، په ځانګړي ډول د ښځینه زده‌کوونکو او ښوونکو د کمښت له امله.

سره له دې، یونیسف ویلي چې لا هم د ټولنې پر بنسټ د زده‌کړو او مهارتونو روزنیز پروګرامونه ملاتړوي او سلګونو زرو ماشومانو، په ځانګړي ډول نجونو، ته د بدیلو زده‌کړو زمینه برابروي.

یاد بنسټ ټینګار کړی، چې زده‌کړو ته د لاسرسي پراخول د افغانستان د اوږدمهاله ثبات او پرمختګ لپاره حیاتي اهمیت لري.