Search

د پاکستان له بندخونو ۷۹ افغانان خوشې او هېواد ته راستانه شول

News image
14 غبرګولی 1405 - 12:01

د پاکستان په بندخونو کې د افغان کډوالو د نیولو په دوام، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۷۹ افغانان له زندانونو خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، یاد کسان له خوشې کېدو وروسته د ننګرهار د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د طالبانو د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست د لېږد امریت د مسوولینو په حواله ویل شوي، چې په دغو کسانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل دي.

سرچینې زیاته کړې، چې یاد افغانان د استوګنې د اسنادو د ستونزو له امله نیول شوي وو او د بند بېلابېلې مودې یې تېرې کړې وې.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې راخوشې شوي کسان تر ثبت او د لومړنیو مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

یاد وزارت ټینګار کړی، چې د راستانه شویو کډوالو د ستونزو د حل او اسانتیاوو د برابرولو لپاره له اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ هڅې روانې دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د پاکستان له بندخونو سلګونه افغانان خوشې شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي وو.