Search

امیرخان متقي: که ځینې هېوادونه یې نه هم غواړي خو له نړۍ سره تعامل دوام لري

News image
14 غبرګولی 1405 - 13:21

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي یوې دیني مدرسې ته د وینا پر مهال ویلي ذي، چې له نږدې پنځوسو هېوادونو سره د شاوخوا دوو لسیزو جګړې وروسته دا تمه نه لري چې هماغه هېوادونه به اوس له طالبانو سره په بشپړه همکارۍ او مثبت چلند اړیکې ولري.

متقي ټینګار یې کړی، چې د طالبانو حکومت بهرنۍ اړیکې پراخې شوې دي. د هغه په وینا، له یوې استثنا پرته، په ټولو سیمه‌ییزو هېوادونو کې د افغانستان فعالې دیپلوماتیکې استازولۍ شتون لري.

هغه زیاته کړې: «سره له دې چې شاوخوا ۲۰ کاله مو له نږدې ۵۰ هېوادونو سره جګړه کړې، باید دا تمه ونه لرو چې نن به هماغه هېوادونه پر موږ ګلان وشیندي؛ خو بیا هم، په سیمه کې یوازې یو هېواد پاتې دی چې موږ پکې فعاله استازولي نه لرو.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په بله برخه کې د زده‌کړې پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان پرمختګ د دیني او عصري علومو په ګډه زده‌کړه پورې تړلی دی.

هغه له زده‌کوونکو غوښتي، چې د سیمې او نړۍ له بدلونونو خبر وي او د راتلونکو ننګونو لپاره ځانونه چمتو کړي.

متقي ویلي: «که مناسب علم او زده‌کړه ولرو او یوه پوهه ټولنه جوړه کړو، هېڅ ځواک به ونه شي کولای پر موږ برلاسی شي. د دیني علومو ترڅنګ باید په عصري علومو کې هم ځانونه پیاوړي کړو، څو په سیاسي او نورو برخو کې بریالي واوسو.»

نوموړي همداراز د امنیت تأمین، د ملي یووالي ساتنه، د کډوالو د راستنېدو مدیریت او د اقتصادي وضعیت ښه‌والی د طالبانو د لاسته‌راوړنو په توګه یاد کړي دي.

هغه ویلي، امنیت د هر نظام د بقا او د ټولنې د ارامتیا لپاره یو بنسټیز اصل دی او زیاته کړې یې ده، چې اوس مهال په ټول افغانستان کې امنیت تأمین شوی او هېڅ مخالفه ډله د هېواد پر کومه برخه واک نه لري.