Search

یوناما: په افغانستان کې د هوايي پېښتو له زیاتېدو سره د اقلیم کړکېچ سخت شوی

News image
15 غبرګولی 1405 - 11:32

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی ویلي ،په افغانستان کې د اقلیم کړکېچ په زیاتېدو دی، او وچکالۍ، ناڅاپي سېلابونه او سختې هوايي پېښې د هېواد په بېلابېلو برخو کې کورونه، کرنیزې ځمکې او د خلکو د عایدو سرچینې له منځه وړي.

یوناما د چاپېریال د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې ټولنې ورځ تر بلې له نامنظم اقلیمي بدلونونو اغېزمنېږي، چې بشري او چاپېریالي ستونزې ژوروي او د خوړو د نه‌خوندیتوب او بې‌ځایه کېدو کچه لوړه وي.

د راپور له مخې، د هېواد له نیمایي ډېر نفوس له اوږدمهالې وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دی، چې کرنه، د کلیوالو د عاید اصلي سرچینه یې سخته زیانمنه کړې ده. د ختیځو ولایتونو لکه ننګرهار بزګران د حاصلاتو له پرله‌پسې ناکامۍ او د اوبو پر محدودو سرچینو د سیالۍ له زیاتېدو شکایت کوي.

په سویلي ولایتونو لکه کندهار، هلمند، نیمروز، زابل او اروزګان کې د ورښت کموالی، پرله‌پسې وچکالۍ او د ځمکنيو اوبو غیرمنظم استخراج د اوبو سیستمونه تر بحراني کچې رسولي دي. سیندونه وچېږي، د اوبو لګولو سیستمونه له کاره لوېږي او ګڼې ټولنې د پاکو اوبو لاسرسي کې له ستونزو سره مخ دي.

یوناما ویلي، په لوېدیځو سیمو کې هم وضعیت اندېښمن دی؛ ولایتونه لکه غور او فراه له اوږدمهالې وچکالۍ سره مخ دي، په داسې حال کې چې په ځینو نورو سیمو کې ناڅاپي سېلابونه زیربناوې او کرنیزې ځمکې ویجاړوي.

د راپور له مخې سختې هوايي پېښې په مرکزي او ختیځو ولایتونو لکه لوګر، پروان او کاپیسا کې زیاتې شوې دي، او په سویلي سیمو کې دوړو توپانونه او تند بادونه حاصلات زیانمنوي او پر عامې روغتیا ناوړه اغېزې کوي.

زیاته شوي چې چاپېریالي تخریب هم دا کړکېچ لا پسې ژور کړی؛ په کنړ، نورستان او لوګر کې د ځنګلونو پرېکولو د سېلابونو او ځمکې ښویېدو پر وړاندې طبیعي ساتنه کمه کړې، او په غرنیو سیمو لکه بدخشان کې د ایکوسیستم زیان د ژوو تنوع ته ګواښ پېښ کړی دی. سربېره پر دې، غیرمنظم کان‌کېندنه د اوبو سرچینې ککړوي او ځمکه زیانمنوي.

په ښاري سیمو کې هم ستونزې شته؛ په ځانګړي ډول په کابل کې د ژمي پر مهال د هوا ککړتیا یوه جدي اندېښنه ده، او د ګرځندوی له امله د کثافاتو زیاتوالی په ولایتونو لکه پنجشېر، کاپیسا او میدان وردګ کې د چاپېریال مدیریت تر فشار لاندې راوستی دی.

سره له دې، یوناما ویلي چې ټولنې د محلي او ملي نوښتونو له لارې د دې ستونزو د حل هڅه کوي. په دې کې د لویو بنسټیزو پروژو پلي کول هم شامل دي، لکه د قوش‌تېپې کانال، چې موخه یې په شمالي ولایتونو کې د اوبو لګولو او کرنیز تولید ښه کول دي.

په همدې حال کې، د طبیعت پر بنسټ حل‌لارې لکه د وچکالۍ پر وړاندې مقاوم بوټي کرل، د اوبو لګولو سیستمونو ښه کول او د اوبو د سپما هڅې هم پراخې شوې دي.

یوناما زیاته کړې چې دا اداره په هېواد کې د اقلیم پوهاوي او د چاپېریال ساتنې پروګرامونه هم ملاتړ کوي، او هڅه کوي چې چارواکي، ټولنې او مدني بنسټونه د دوامدارو کړنو لپاره سره یوځای کړي.

کارپوهان خبرداری ورکوي، که بېړني او همغږي اقدامات ونه شي، نو د افغانستان اقلیمي کړکېچ به نور هم بشري وضعیت خراب کړي او د اوږدمهاله ثبات لپاره به جدي ګواښ رامنځته کړي.