Search

په ایران کې ترافیکي پېښه؛ شپږ افغان کډوال مړه او درې نور ټپیان شوي

News image
15 غبرګولی 1405 - 12:23

په ایران کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږ افغان کډوال مړه شوي او درې نور ټپیان دي، د ایراني رسنیو راپور ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، دا پېښه د ۱۴۰۴ لمریز کال د غبرګولي په ۱۴مه، د پنجشنبې په ماښام د سمنان ښار اړوند د ایوانکي–شریف‌آباد پر لویه لاره رامنځته شوې، چېرته چې یو پژو ۴۰۵ موټر له یوې لارۍ سره ټکر کړی دی.

د ژغورنې مسوولینو ویلي، چې د پېښې له راپور ترلاسه کولو وروسته د بیړنیو مرستو ټیمونه سیمې ته واستول شول او د ژغورنې عملیات یې پیل کړل. ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د سمنان د سرې میاشتې ټولنې مشر هم تأیید کړې، چې د دې پېښې قربانیان د افغانستان اتباع وو.

ایراني چارواکو ویلي، چې د پېښې اصلي لامل لا تر اوسه نه دی روښانه شوی او په دې اړه څېړنې روانې دي.

هر کال په ایران کې سلګونه افغان کډوال د ترافیکي پېښو، کاري حوادثو او یا هم د ښارونو ترمنځ د تګ راتګ پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي. کارپوهان د سړکونو د پېښو د زیاتوالي یو لامل د ترافیکو ګڼه‌ګوڼه، غیرمجاز سرعت او د ځینو وسایطو زړښت بولي.

د سمنان ولایت د تهران او مشهد ترمنځ پر اصلي لاره پروت دی او د ایران له ګڼې‌ګوڼې ډکو سړکونو څخه ګڼل کېږي.