د تهران له لوري د توغندیو له توغولو وروسته، اسرائیلو د دوشنبې په سهار د ایران پر مرکزي او لوېدیځو سیمو هوايي بریدونه ترسره کړي.
د اسوشیټېډ پرېس (AP) د راپور له مخې، دا بریدونه ښايي په منځني ختیځ کې د پراخې سیمهییزې شخړې د بیا پارېدو خطر زیات کړي.
د ایران دولتي ټلوېزیون د اصفهان، کرج، تبریز او تهران په ګډون په څو ښارونو کې د چاودنو راپور ورکړی، خو سمدستي یې نور جزییات نه دي ورکړي. په تهران کې یوه عیني شاهد ویلي، چې د پلازمېنې لوېدیځ لور ته لږ تر لږه یوه ستره چاودنه اورېدل شوې ده. له دغو بریدونو وروسته، ایران د امام خمیني نړیوال هوايي ډګر شاوخوا فضايي حریم وتاړه.
ایراني چارواکو نه دي ویلي چې کوم ځایونه په نښه شوي او یا هم د زیان کچه څومره ده. خو د ایران نیمه پوځي سپاه پاسداران ویلي، چې اسرائیلو په دې برید کې له هوا توغېدونکي بالستیک توغندي کارولي، پرته له دې چې نور جزییات وړاندې کړي.
د اسرائیلو پوځ په یوه لنډه اعلامیه کې بریدونه تایید کړي او ویلي یې دي، چې هوايي ځواک یې د ایران د حکومت اړوند پوځي مرکزونه د هېواد په لوېدیځو او مرکزي برخو کې په نښه کړي دي. نور جزییات نه دي شریک شوي.
سپینې ماڼۍ سمدستي دا پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی، چې ایا دا بریدونه له امریکا سره په همغږۍ ترسره شوي که نه.
په ورته وخت کې، سعودي عربستان د دوشنبې په سهار د الخرج ولایت کې د توغندیو د خطر زنګونه فعال کړل؛ هغه سیمه چې د شهزاده سلطان هوايي اډه پکې موقعیت لري او د امریکايي ځواکونو کوربه ده. وروسته د سعودي دولتي رسنیو راپور ورکړ، چې د توغندیز ګواښ خطر تېر شوی، خو نور وضاحت یې ورنه کړ.
د AP د راپور له مخې، په وروستیو ورځو کې ترینګلتیا زیاته شوې، ځکه چې د ایران او امریکا ترمنځ د نازک اوربند پر سر خبرې درېدلې وې، په داسې حال کې چې په لبنان کې د اسرائیلو او حزبالله ترمنځ نښتې روانې دي.
د یکشنبې په ورځ، اسرائیلو د بیروت په سوېلي څنډو هوايي بریدونه وکړل. ایران په ځواب کې پر اسرائیلو توغندیز بریدونه وکړل، چې د دوشنبې د اسرائیلي بریدونو لړۍ یې رامنځته کړه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې له دې له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي و، چې غواړي ایران د توغندیو بریدونه ودروي او بېرته خبرو ته ستون شي. هغه همداراز ویلي، چې په لبنان کې د اسرائیلو پخواني بریدونه له واشنګټن سره همغږي نه وو او خپله نارضایتي یې څرګنده کړې وه.
یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي AP ته ویلي، چې ټرمپ د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څخه غوښتي وو، څو د ایران د توغندیز برید په ځواب کې سمدستي غبرګون ونه ښيي، چې ښيي د ترینګلتیا د ځنډولو هڅې شوې دي.
ټرمپ تر بریدونو مخکې له فایننشل ټایمز سره په جلا مرکه کې ویلي و، چې د شخړې د پرمخ وړلو څرنګوالی یې تر لارښوونې لاندې دی او زیاته کړې یې وه، چې نتنیاهو به محدود انتخابونه ولري.