د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویاند وایي، چې د روان کال د حمل میاشتې له پیله تر اوسه د اوبو کې د ډوبېدو له امله ۷۵ کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
د یادې ادارې ویاند محمدیوسف حماد زیاته کړې، چې په مړو شویو کې ۲۷ نارینه، ۷ ښځې او ۴۱ ماشومان شامل دي.
نوموړي له خلکو غوښتي، چې د اوبو ترڅنګ د تفریح او لامبو پر مهال د
پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې لارښوونې په پام کې ونیسي، څو د خپلو او د خپلو
عزیزانو ژوند خوندي وساتي.
دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د پسرلي او اوړي په موسمونو کې، د
سیندونو د اوبو د کچې لوړېدو، د لامبو پر مهال د احتیاطي تدابیرو نه مراعت او د
عامه پوهاوي د کمښت له امله د ډوبېدو پېښې زیاتېږي.
د معلوماتو له مخې ډېری قربانیان ماشومان وي، چې یا د لامبو مهارت نه لري او یا هم د
کورنیو له څار پرته اوبو ته نږدې کېږي.