Search

په فراه کې ترافیکي پېښې یو کس وژلی او څلور نور ټپیان کړي

News image
18 غبرګولی 1405 - 10:27

په فراه کې د طالبانو امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت د مرکز فراه ښار په زمان کلا سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د یادې قومندانۍ په وینا، دغه پېښه نن (دوشنبه) د دوو رکشو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې او لامل یې د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي بلل شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي، چې په منځ کې یې یوه ښځه هم شامله ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو شمېر زیات شوی، چې ډېری یې د بې‌احتیاطۍ، د ترافیکي اصولو نه مراعت او د سړکونو د خراب وضعیت له امله رامنځته کېږي.