د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق وایي، چې په افغانستان کې د قابلهګۍ خدمات د کاناډا په مالي ملاتړ د میندو او نوو زیږېدلو ماشومانو د روغتیا په ښهوالي کې مهم رول لوبولی دی.
د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق په افغانستان کې نن (دوشنبه، د جوزا ۱۸مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د قابلهګۍ خدماتو د میندو پر روغتیا مثبت اغېز کړی دی.
یاد بنسټ د «منوره» په نوم د یوې ښځې کیسه هم شریکه کړې، چې د ولادي کلینیک ته د تګ پر مهال په زیانمن وضعیت کې وه.
د صندوق د معلوماتو له مخې، منورې د قابله له لوري د تخصصي پاملرنې په ترلاسه کولو سره خپل ماشوم په روغتیا نړۍ ته راوست او د هغې د رغېدو بهیر هم په ښه توګه تېر شو.
دغه بنسټ زیاته کړې، چې د قابلهګۍ خدمات لا هم د افغانستان په ډېرو سیمو کې د میندو او ماشومانو د ژوند په ژغورلو کې مهم رول لري.
د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق همداراز ویلي، چې دغه خدمات د کاناډا د حکومت په مالي ملاتړ وړاندې کېږي.