د ازبکستان د «پرایم» کرهڼیز شرکت مشر مراد قدرتوف کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په لیدنه کې له افغانستان څخه په کلني ډول د ۲۰۰۰ مټریک ټنه مېوو صادرولو ته لېوالتیا ښودلې ده.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت تېره شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې
ویلي، چې قدرتوف په دې لیدنه کې څرګنده کړې، شرکت یې چمتو دی څو یاده اندازه مېوې
ازبکستان، روسیې او اروپايي هېوادونو ته صادر کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې نورالدین عزیزي په دې برخه کې د هر ډول همکارۍ
او اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی دی.
د سرچینې په وینا، دغه شرکت غواړي له افغانستان څخه انار، مڼې، ګیلاس،
زردالو او آلوبخارا صادر کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان د کرهڼیزو
محصولاتو صادرات زیات شوي او حکومت هڅه کوي د سیمې او نړۍ بازارونو ته د کورنیو
تولیداتو د صادراتو زمینه لا نوره هم پراخه کړي.