د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د ټاپي ګاز نللیکې پروژې د افغانستان په برخه کې د هرات فاز ۵۲ سلنه ساختماني کارونه بشپړ شوي دي.
د یاد وزارت ویاند همایون افغان ویلي، چې تر دې مهاله ۸۰ کیلومتره نللیکه
غځول شوې، چې له دې ډلې ۳۶.۳ کیلومتره تر ځمکې لاندې ښخه شوې او د ۵۱ کیلومتره نورو نللیکو د
ښخولو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.
د هغه په وینا، ۱۲۶ کیلومتره نوره ساحه د نللیکې غځولو لپاره چمتو شوې او د پروژې د
تطبیق لپاره ۱۰۸ کیلومتره سړک هم جوړ شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د دې پروژې لپاره ۷۲.۳ کیلومتره نوره نللیکه
هم له ترکمنستان څخه اړوند سیمې ته لېږدول شوې ده.
د معلوماتو له مخې، ترکمنستاني چارواکو ډاډ ورکړی، چې د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال تر
پایه به په هرات کې د دې پروژې ۱۳۰ کیلومتره برخه بشپړه شي او وروسته به په نورو
سیمو کې هم کارونه پیل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاپي پروژه
(ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند) د سیمې له مهمو اقتصادي پروژو څخه بلل کېږي، چې
هدف یې د انرژۍ لېږد، د سیمهییزو همکاریو پراختیا او د افغانستان له لارې د
ټرانزیټ عوایدو زیاتول دي.