په خوست کې د طالبانو امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت د مرکز خوست ښار په لکڼو بازار کې د یوې اورلګېدنې له امله یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د یادې قومندانۍ په وینا، دغه اورلګېدنه نن (سه شنبه) سهار
شاوخوا پنځه نیمې بجې د ګاز ډبې د چاودنې له امله رامنځته شوې او شاوخوا ۱۵۰ زره افغانۍ
مالي زیان یې اړولی دی.
سرچینه زیاتوي، چې اورلګېدنه د اور وژنې د ټیمونو له لوري مهار شوې او
د شاوخوا یو میلیون افغانیو د نورو مالي زیانونو او احتمالي ځاني تلفاتو مخنیوی
شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په هلمند ولایت کې هم یوه اورلګېدنه
رامنځته شوې وه، چې له امله یې شاوخوا ۴۳ میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی و، او دا ډول پېښې
ډېری وخت د بېاحتیاطۍ او تخنیکي ستونزو له امله رامنځته کېږي.