Search

نږدې درې‌نیم زره کډوال پرون هېواد ته راستانه شوي

News image
20 غبرګولی 1405 - 12:13

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وايي چې پرون (سه‌شنبه) له ګاونډیو هېوادونو څخه په بېلابېلو لارو ۳ زره ۴۴۸ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال چې ۶۳۹ کورنۍ جوړوي، پرون له بېلابېلو لارو افغانستان ته داخل شوي دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر اېکس لیکلي چې د ننګرهار تورخم له لارې ۵۳۹ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۵۴ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پل له لارې ۳۰ کورنۍ او د هرات اسلام‌کلا له لارې ۱۶ کورنۍ هېواد ته راستانه شوې دي.

د راپور له مخې، پر دې سربېره ۵۸۳ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۵۷۶ نورو کورنیو سره نغدي مرستې هم شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون همداراز ویلي چې پرون سلګونو کورنیو ته سیمکارتونه وېشل شوي او یو شمېر نورو ته روغتیايي، خوراکي او د عامه پوهاوي خدمات هم وړاندې شوي دي.

د یادونې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل په بې‌ساري ډول زیات شوي او د دغو هېوادونو حکومتونو ټینګار کړی چې ټول افغان کډوال به بېرته خپل هېواد ته ولېږي.

بلخوا، د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې نږدې ۹۰ زره کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.