د امریکا متحده ایالاتو تېره شپه پر ایران په څو هدفونو نوې پوځي بریدونه کړي دي.
رویټرز د امریکا د پوځ له قوله راپور ورکړی چې دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لا زیاتو بریدونو خبرداری ورکړی، که چېرې د سولې کومه هوکړه ونه شي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي چې بریدونه له نیمې شپې وروسته په تهران کې پیل شوي او دا د ایران د “پرلهپسې تېري” په ځواب کې ترسره شوي دي.
د ایران لوړپوړو پوځي چارواکو خبرداری ورکړی چې هره بېړۍ به په نښه کړي چې د هرمز له تنګي د تېرېدو هڅه وکړي. ایراني رسنیو راپور ورکړی چې پر دوو بېړیو ډزې شوې دي. خو د امریکا مرکزي قوماندانۍ دا ادعا رد کړې چې ګواکې دا سمندري لار تړل شوې، او ویلي یې دي چې سوداګریز تګ راتګ لا هم دوام لري.
دغه تازه بریدونه د دواړو لورو ترمنځ د روانو شخړو د زیاتېدو نښه بلل کېږي او ښايي هغه نازک اوربند له خطر سره مخ کړي چې د اپرېل په میاشت کې شوی و.
ټرمپ ویلي چې که ایران له هوکړې سره موافقه ونه کړي، بریدونه به لا هم پراخ شي. په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت ویلي چې دا بریدونه د پوځي او ډیپلوماتیک فشار د زیاتولو د هڅو برخه ده.
ایراني چارواکو امریکا تورنه کړې چې ملکي تاسیسات، لکه د اوبو تاسیسات یې په نښه کړي او دا یې د نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده. پنټاګون تر اوسه په دې تورونو تبصره نه ده کړې.
دا شخړه چې اوس څلورمې میاشتې ته داخله شوې، د نړۍ د انرژۍ رسونې یې اغېزمنې کړې او د تېلو بیې یې لوړې کړې دي. په همدې حال کې ډیپلوماتیکې هڅې هم روانې دي، چې پکې په تهران کې د قطر په منځګړیتوب خبرې شاملې دي.