په ګاونډیو هېوادونو کې د افغانانو د نیولو او بېرته رالېږلو په دوام، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وايي چې پرون (چهارشنبه) له ایران او پاکستان څخه په بېلابېلو لارو ۷۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستانه شوې دي.
د یاد کمېسیون د راپور له مخې، دغه ۷۲۴ کورنۍ چې ۳ زره ۶۹۳ کسان
جوړوي، پرون له بېلابېلو لارو افغانستان ته داخلې شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر اېکس لیکلي چې د ننګرهار تورخم
له لارې ۶۵۷ کورنۍ، د سپینبولدک له لارې ۲۷ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پل له لارې ۲۱
کورنۍ او د هرات اسلامکلا له لارې ۱۹ کورنۍ هېواد ته راستانه شوې دي.
د راپور له مخې، پر دې سربېره ۶۶۲ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول
شوې او له ۶۹۵ نورو کورنیو سره نغدي مرستې هم شوې دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون همداراز ویلي چې پرون سلګونو
کورنیو ته سیمکارتونه وېشل شوي او یو شمېر نورو ته روغتیايي، خوراکي او د عامه
پوهاوي خدمات هم وړاندې شوي دي.
د یادونې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغان
کډوالو جبري ایستل په بېساري ډول زیات شوي او د دغو هېوادونو حکومتونو ټینګار کړی
چې ټول افغانان به بېرته خپل هېواد ته ولېږي.
بلخوا، د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې
نږدې ۹۰ زره کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.