Search

د ملګرو ملتونو کارپوهان: طالبان باید خپلو بشري حقونو ژمنو ته پابند پاتې شي

News image
22 غبرګولی 1405 - 08:12

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د هرات په ښار کې د ښځو د نیولو او د معترضینو د ځپلو په غبرګون کې ویلي چې طالبان باید د افغانستان پر نړیوالو بشري حقونو ژمنو پابند پاتې شي.

دوی ټینګار کړی چې طالبان باید د مدني او سیاسي حقونو نړیوال میثاق، د شکنجې د مخنیوي کنوانسیون او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون ته درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو په یوه اعلامیه کې د هرات ښار کې د معترضینو پر وړاندې د «له حده زیات زور کارولو» د راپورونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د قانون د تطبیق پر مهال د زور کارول یوازې هغه وخت جواز لري چې د نړیوالو قوانینو له مخې قانوني، اړین او متناسب وي.

د راپورونو له مخې، د سه‌شنبې په ورځ د هرات یو شمېر اوسېدونکو د جبرییل په سیمه کې د محدودیتونو د زیاتېدو او د لسګونو ښځو د نیولو پر ضد لاریون کړی و.

اعلامیه زیاتوي چې د طالبانو ځواکونو پر معترضینو، چې نارینه، ښځې او ماشومان پکې شامل وو، ډزې کړې او هغوی یې وهلي ټکولي دي، چې له امله یې لږ تر لږه دوه تنه، د یوه ماشوم په ګډون، وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی: «برابري، د سوله‌ییزې غونډې حق، د بیان ازادي، د تګ راتګ ازادي او د خپل‌سري نیونو څخه خوندیتوب هغه بنسټیز حقوق دي چې د عامه باور د بیا راژوندي کولو او د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره اړین دي.»

هغوی له طالبانو غوښتي چې د دې پېښې په اړه بېړنۍ، خپلواکه، بې‌طرفه او شفافه څېړنه ترسره کړي، د بشري حقونو احتمالي سرغړوونکي حساب‌ورکوونکي وګرځوي او د لاریونونو له ځپلو لاس واخلي.