د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ویلي چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړۍ له تر ټولو زیانمنونکو هېوادونو څخه دی او د دې بحران اغېزې هر کال په هېواد کې له ۲۰۰ زرو ډېر کسان اغېزمنوي.
دغه بنسټ په هغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي ۱۴مه، خپور کړی، زیاته کړې چې له ۱۹۵۰ کال راهیسې په افغانستان کې د هوا منځنۍ تودوخه شاوخوا ۱.۸ درجې سانتيګراد لوړه شوې ده؛ هغه وضعیت چې د سېلابونو، وچکالیو، واورو ښوېدنو او مرګونو توپانونو د زیاتېدو لامل شوی دی.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې درنو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو لسګونه کسان مړه او ټپیان کړي، زرګونه نور یې بېځایه کړي او د کورونو، کرنیزو ځمکو او عامه زیربناوو ته یې پراخ زیانونه اړولي دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ټینګار کړی چې د اقلیمي بدلونونو د خطرونو د کمولو لپاره یې د اوبو د سرچینو د مدیریت، د سېلابونو پر وړاندې د کرنیزو ځمکو د ساتنې، د اقلیم سره سمون لرونکې کرنې د پراختیا او د نوې کېدونکې انرژۍ د پراختیا په برخو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پروژې پلي کړې دي.
دغه بنسټ ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې له شپږ زرو ډېر د لمریزې برېښنا سیستمونه په روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو او کاروبارونو کې نصب کړي، چې د میلیونونو خلکو لپاره یې پاکې او دوامدارې انرژۍ ته لاسرسی برابر کړی دی.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په وینا، افغانستان سره له دې چې د شنوخونو ګازونو په تولید کې کمه ونډه لري، خو بیا هم له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونونو تر ټولو ډېر زیان ویني او سیمهییزې ټولنې د دې بحران سره د مقابلې لپاره لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.