د غزني د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي، د دغه ولایت د مرکز غزني ښار په درېیمه حوزه کې د یوې ناچاودې پخوانۍ مرمۍ په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
یادې قوماندانۍ ویلي چې دغه چاودنه پرون، د غبرګولي ۲۴مه، مازدیګر هغه
مهال رامنځته شوه چې یادو ماشومانو د لوبو پر مهال له یوې ناچاودې مرمۍ سره لاس
وهنه کوله.
د معلوماتو له مخې، ټپیان شوي ماشومان د درملنې لپاره روغتون ته
لېږدول شوي دي.
په همدې حال کې، د روانې اوونۍ په پیل کې هم په هلمند کې د پخوانیو
مرمیو په دوو جلا چاودنو کې یو ماشوم وژل شوی او شپږ تنه نور ټپیان شوي وو.