Search

فایق په افغانستان کې د یوناما د ماموریت غځېدو هرکلی کړی، خو د بشري وضعیت پر خرابېدو یې اندیښنه ښودلې

News image
26 غبرګولی 1405 - 07:57

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي د ماموریت د یو کلن تمدید هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې دغه سازمان د افغانستان د خلکو په ملاتړ کې مهم او حیاتي رول لري.

هغه د ملګرو ملتونو غوڼډې ته په خپله وینا کې د بشري حقونو د وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې، او ویلي یې دي چې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه، خپل‌سري نیونې او د اساسي ازادیو پر وړاندې زیاتېدونکي خنډونه د اندېښنې وړ دي.

په بیان کې د امنیت شورا له لوري د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو پر ټینګار هرکلی شوی او د هغو پالیسیو د لغوه کولو غوښتنه شوې چې د نړیوالو ژمنو، اسلامي ارزښتونو او د افغانستان د خلکو له دودونو سره په ټکر کې دي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی چې دوامداره سوله او ثبات یوازې د داسې یو ټول‌شموله، مشروع، استازیتوب کوونکي او ځواب‌ویونکي سیاسي نظام له لارې ترلاسه کېدای شي.

د هغه په وینا، د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک پلي کول او د افغانانو په مشرۍ د یو باوري سیاسي بهیر پرمخ وړل باید جدي ونیول شي.

په بیان کې د بشري مرستو پر دوام، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او سیمه‌ییزو همکاریو د ټینګار ترڅنګ د بشري حقونو د ملاتړ غوښتنه هم شوې ده.

همدارنګه، له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې د افغانستان په اړه خپل متحد او اصولي دریځ وساتي.

په پای کې ټینګار شوی چې د افغانستان خلک د کرامت، عدالت، حقونو او د هیلو پر بنسټ راتلونکي مستحق دي، نه د وېرې او ځپنې.