Search

ازبکي شرکت په افغانستان کې د سرو زرو او مسو پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

News image
26 غبرګولی 1405 - 10:23

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د ازبکستان یوه شرکت په افغانستان کې د سرو زرو او مسو پر کانونو د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د دغه وزارت په وینا، د یاد شرکت استازي کابل ته راغلي او پرون (دوشنبه) یې د وزارت د برنامو او پالیسۍ له مرستیال عبدالرحمان قانت سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د سرو زرو او مسو پر کانونو د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

وزارت زیاتوي، چې قانت د ازبکي لوري د پانګونې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د دې موضوع د تعقیب لپاره به په راتلونکې کې د دواړو خواوو د تخنیکي کمېټو ترمنځ ناستې هم ترسره شي.