Search

په بدخشان کې ترافیکي پېښه کې دوه کسان وژل شوي

News image
27 غبرګولی 1405 - 10:08

په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویلي چې د دغه ولایت د کوف‌آب ولسوالۍ په باخیرآب سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان وژل شوي دي.

د قومندانۍ په وینا، دا پېښه پرون (سه‌شنبه) هغه مهال رامنځته شوه چې د هغوی موټر له سړک څخه سیند ته ولوېد، چې له امله یې دواړه سپاره کسان خپل ژوند له لاسه ورکړ.

سرچینې زیاته کړې چې د وژل شویو کسانو جسدونه په سیند کې لادرکه دي او د موندلو هڅې یې روانې دي.

اړوند چارواکي وايي، په بدخشان کې ورته ترافیکي پېښې ډېری وخت د غرنیو او خرابو لارو له امله رامنځته کېږي.