Search

اوچا: افغانستان کې د میندو د مړینې کچه د نړۍ تر ټولو لوړه ده

News image
27 غبرګولی 1405 - 12:50

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې د روغتیايي کارکوونکو د ملاتړ او د درملیزو خدماتو د پراخولو پر اړتیا ټینګار کړی او د دغه هېواد د روغتیايي نظام د خراب وضعیت په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

اوچا د غبرګولي په ۲۷مه په خپلې ایکس پاڼه لیکلي چې افغانستان دا مهال په نړۍ کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.

دې ادارې زیاته کړې چې په داسې حال کې چې ښځې او نجونې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي محدودیتونو او خنډونو سره مخ دي، روغتیايي کارکوونکي د میندو او نوې زېږېدلو ماشومانو د ملاتړ لپاره په لومړۍ کرښه کې فعالیت کوي.

اوچا ټینګار کړی چې د روغتیايي خدماتو د پراخولو لپاره، په ځانګړي ډول د میندو او ماشومانو د روغتیا په برخه کې، د روغتیايي کارکوونکو زیات ملاتړ او په ټول افغانستان کې د درملیزو ظرفیتونو پیاوړتیا اړینه ده.

دغه خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو پر زده‌کړو، کار او تګ‌راتګ پراخ محدودیتونه لګېدلي، چې د نړیوالو بنسټونو په وینا، د هغوی لاسرسی بنسټیزو خدماتو، په ځانګړي ډول روغتیايي پاملرنې ته، له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.