یورونیوز راپور ورکړی چې اروپايي پارلمان د غبرګولي په ۲۷مه د اروپايي ټولنې د کډوالۍ په تګلارو کې پراخ بدلونونه تصویب کړي، چې موخه یې د هغو درېیمو هېوادونو د وګړو بېرته ستنول دي چې په غړو هېوادونو کې په ناقانونه توګه مېشت دي.
د اروپايي پارلمان د خبرپاڼې له مخې، د دغو نویو قوانینو هدف دا دی چې د بېرته ستنولو بهیرونه ساده او چټک کړي، خو په عین وخت کې د بنسټیزو حقونو او نړیوالو قوانینو درناوی هم وساتل شي.
د راپور له مخې، د اروپايي پارلمان غړو دغه بدلونونه د ۴۱۸ موافقو، ۲۱۸ مخالفو او ۳۰ ممتنعو رایو په ترلاسه کولو سره تایید کړي دي.
ټاکل شوې چې د دې پرېکړې د نهايي عملي کېدو لپاره د قانون متن د اروپايي شورا له لوري هم تایید او د اروپايي ټولنې په رسمي جریده کې خپور شي.
د نوو مقرراتو له مخې، هغه غیراروپايي وګړي چې په ناقانونه ډول د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې اوسیږي، اړ دي چې سمدستي یا د ټاکلي مهالوېش له مخې له یادو هېوادونو ووځي. دغه کسان باید له چارواکو سره همکاري وکړي، او که همکاري ونه کړي یا د تېښتې خطر موجود وي، ښايي تر ۲۴ میاشتو پورې بندي شي، چې په ځانګړو شرایطو کې دا موده تر شپږو نورو میاشتو هم غځېدلی شي.
د دې تر څنګ، ملي چارواکي کولای شي د پلټنې په موخه د استوګنې ځایونه وپلټي او شخصي وسایل او برېښنايي وسایل ضبط کړي.
همدارنګه، د هغو کسانو د لېږد وړاندوینه هم شوې چې د بېرته ستنولو پرېکړه پرې شوې وي، څو په درېیمو هېوادونو کې ځانګړو مرکزونو ته ولېږدول شي، په دې شرط چې هغه هېوادونه د بشري حقونو اصول مراعت کړي.
د راپور له مخې، دا ډول هوکړې یوازې له هغو هېوادونو سره کېدای شي چې د «نه جبري ستنولو» اصل ته درناوی کوي.
جورجیا ملوني، د ایټالیا لومړۍ وزیره، په ایکس کې لیکلي: «نن ایټالیا یوه لویه بریا ترلاسه کړه؛ اروپايي پارلمان د بېرته ستنولو نوې اروپايي تګلاره تصویب کړه، چې دا تاریخي اقدام د هغو کسانو د چټک بېرته ستنولو زمینه برابروي چې په اروپايي ټولنه کې د استوګنې حق نه لري.»