Search

متقي او ډیکارلو د بشري مرستو او یوناما پر چارو غږیدلي دي

News image
28 غبرګولی 1405 - 09:57

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې ټینګښت چارو له مرستیالې سرمنشي روزمیري ډیکارلو سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ په په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې خبرو کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د مرستو د بهیر د لا اغېزمنتیا په اړه بحث شوی دی.

سرچینه وايي، چې د ملګرو ملتونو مرستیالې سرمنشي د طالبانو له‌خوا د بشري فعالیتونو لپاره د برابر شویو اسانتیاوو او همکاریو قدرداني کړې او هغه یې د مرستو د پر وخت او اغېزمن رسېدو لپاره مهمه بللې ده.

د اعلامیې له مخې، نوموړې د یوناما اړوند د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات شریک کړي او په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو د روانو هڅو په اړه توضیحات وړاندې کړي دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې په پای کې دواړو لوریو د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او د لا زیاتو همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیا لا هم پراخه ده او میلیونونه کسان له اقتصادي ستونزو او بشري مرستو ته له اړتیا سره مخ دي.

 ملګري ملتونه او نور نړیوال بنسټونه هڅه کوي چې له طالبانو سره د همغږۍ له لارې مرستې اړمنو خلکو ته ورسوي، خو دا بهیر لا هم له بېلابېلو ننګونو سره مخ دی.