د طالبانو د کډوالو د ستونزو د حل کمېسیون ویلي چې پرون ۶۸۸ کډوالې کورنۍ له بېلابېلو لارو افغانستان ته راستانه شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت، ویلي چې دغه کورنۍ د تورخم، سپینبولدک، اسلامقلعه او نیمروز له لارو هېواد ته داخلې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، تر ټولو ډېرې راستنې شوې کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته داخلې شوې دي، چې شمېر یې ۵۴۱ کورنیو ته رسېږي.
همدارنګه، د سپینبولدک له لارې په کندهار کې ۶۷ کورنۍ، د نیمروز له لارې ۵۹ کورنۍ او د اسلامقلعه له لارې په هرات کې ۲۱ کورنۍ هېواد ته راستانه شوې دي.په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او ایستلو بهیر زیات شوی، چې له امله یې هره ورځ لسګونه او سلګونه کورنۍ بېرته هېواد ته راګرځي. دا چاره د راستنېدونکو لپاره د سرپناه، کار او بنسټیزو خدماتو د برابرولو په برخه کې نوې ننګونې هم رامنځته کړې دي.