Search

د پاکستان له بندخونو نږدې ۵۰۰ بندیان ازاد شول

News image
28 غبرګولی 1405 - 11:52

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو په دوام، تازه ۴۸۵ افغان بندیان له بندخونو ازاد او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان د استوګنې اسنادو د ستونزو له امله نیول شوي وو او د پاکستان په بندخونو کې یې بېلابېل وختونه تېر کړي دي.

سرچینې زیاته کړې چې له دې ډلې ۴۷۵ کسان د تورخم او ۲۸ تنه د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي، چې تر اړینو مرستو او ملاتړ وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د کډوالو ملاتړ، اسانه راستنېدنه او د راستنېدونکو لپاره د خوندي او انساني چاپېریال برابرولو ته دوام ورکړي.
په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو پېښې زیاتې شوې دي، او څو ځله سلګونه افغانان له بندخونو ازاد او بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

 له بلې خوا، له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر هم چټک شوی، چې یوازې پرون (چهارشنبه) له درې‌نیم زرو ډېر افغانان له پاکستانه ایستل شوي دي.