د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هغه راپورونه رد کړي چې په ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د سمارټ فونونو د کارونې د بندیز او یا د دې لپاره د ځانګړې بودیجې د ټاکلو په اړه خپاره شوي وو، او هغه یې بېبنسټه بللي دي.
دغه وزارت په یوې رسمي خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې هغه معلومات چې د عبدالأحد فضلي په نوم خپاره شوي، ناسم دي او په دې تړاو نه د وزیر لهخوا کوم رسمي څرګندونې شوې او نه هم د وزارت له رسمي ادرسونو څخه کومه اعلامیه خپره شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند ټول خبرونه او معلومات باید یوازې له رسمي سرچینو ترلاسه او خپاره شي، او له رسنیو غوښتل شوي چې له اوازو او نا تأیید شویو راپورونو له بیا خپرولو ډډه وکړي.
یاد وزارت له خبریالانو او عامو خلکو هم غوښتي چې د معلوماتو په خپرولو کې دقت وکړي او یوازې پر رسمي سرچینو تکیه وکړي، څو په ټولنه کې د ناسم معلوماتو د خپرېدو مخه ونیول شي.