د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وايي، پرون له ایران او پاکستان څخه په بېلابېلو لارو ۲ زره او ۷۱۹ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې، دغه کډوال چې ۵۱۷ کورنۍ جوړوي، د شنبې په
ورځ له بېلابېلو لارو افغانستان ته داخل شوي دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، په اېکس کې لیکلي چې د
ننګرهار د تورخم له لارې ۳۸۸ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۰۳ کورنۍ او د نیمروز د
ورېښمو پل له لارې ۲۶ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د راپور له مخې، پر دې سربېره ۷۸۳ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۵۹۲ نورو کورنیو
سره نغدي مرستې شوې دي.
کمېسیون زیاتوي چې سلګونو کورنیو ته سیمکارټونه وېشل شوي او یو شمېر
نورو ته روغتیايي، خوراکي او د عامه پوهاوي خدمات هم وړاندې شوي دي.
همداراز ویل شوي چې د دوشنبې په ورځ ۱۰۰۱ کورنیو ته استوګنیزې
نمرې هم وېشل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې له ایران او پاکستان
څخه د افغان کډوالو جبري ایستل په بېساري ډول زیات شوي، او د دغو هېوادونو
چارواکو ټینګار کړی چې غیرقانوني افغان کډوال به بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.