د طالبانو د مالیې وزارت د پخواني جمهوري حکومت متقاعدینو ته د تقاعد ورکولو نهم نوملړ اعلان کړی دی.
یاد وزارت نن (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې نوملړ کې د
عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو او د دفاع وزارت د ډګرمنانو تقاعد شامل دی، چې د
روان ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ له شپږمې څخه د وږي میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې به
ورکړل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان باید تر حضوري مراجعه مخکې په انلاین
بڼه خپل نوبت ثبت کړي.
د وزارت په وینا، د نورو ادارو د متقاعدینو نوملړ به وروسته اعلان شي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر بیا واک ته رسېدو وروسته د
متقاعدینو د تقاعد ورکړه له ځنډ او خنډ سره مخ وه، خو په دې وروستیو کې هڅې ګړندۍ
شوې چې پاتې مستحقین خپل حقوق ترلاسه کړي.