Search

اوچا: سږ کال ۱۶ میلیونه افغانان د حفظ الصحې مرستو ته اړتیا لري

News image
1 چنګاښ 1405 - 11:28

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، په افغانستان کې د اوبو د کمښت له امله سږ کال شاوخوا ۱۶ میلیونه کسان د حفظ الصحې مرستو ته اړتیا لري.

اوچا نن (دوشنبه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې په روان ۱۴۰۵ لمریز کال کې به د پاکو اوبو د کمښت له امله د میلیونونو افغانانو بشري اړتیاوې زیاتې شي.

یاد بنسټ ټینګار کړی چې هڅه به وکړي څو اړمنو کسانو ته د حفظ الصحې اړینې مرستې برابرې کړي او د اوبو د کمښت ستونزې د کمولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

تر دې وړاندې، یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو هم خبرداری ورکړی و چې افغانستان، په ځانګړي ډول پلازمېنه کابل، د اوبو له جدي کمښت سره مخ دی او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې دغه وضعیت له پامه ونه غورځوي او لازم ملاتړ برابر کړي.