په بادغیس کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویلي چې د دغه ولایت د قادس ولسوالۍ په لنګر سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس وژل شوی او نهه نور ټپیان شوي دي.
د یادې قومندانۍ په وینا، پېښه نن (سهشنبه) سهار شاوخوا اته بجې هغه
مهال رامنځته شوې چې یو فلانکوچ موټر واوښت.
سرچینې د دې پېښې لامل د سړک خرابوالی بللی او زیاته کړې یې ده چې
ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې د سړکونو
خرابوالی او د ټرافیکي اصولو نه مراعت کول د ورته پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل
کېږي.