Search

د هرات– خواف اوسپنې پټلۍ میاشتنی لېږد ۱۵۰ زره ټنو ته لوړېږي

News image
3 چنګاښ 1405 - 10:11

په هرات کې د طالبانو والي نور احمد اسلام‌جار د ایران د اوسپنې پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم له رئیس مصطفی رضايي سره د هرات– خواف اوسپنې پټلۍ د لېږد د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

په هرات کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، رضايي په دې لیدنه کې ژمنه کړې چې په راتلونکو میاشتو کې به د دې اوسپنې پټلۍ میاشتنی لېږد ۱۵۰ زره مټریک ټنو ته لوړ شي.

په خبرپاڼه کې د اسلام‌جار له قوله راغلي چې د دې پټلۍ په مسیر کې د رباط سټېشن د جوړولو چارې هم د بشپړېدو په حال کې دي او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

هغه همداراز د دې اوسپنې پټلۍ د پراختیا او پیاوړتیا لپاره د افغانستان له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو له مهمو لارو څخه ده او د هغې پراختیا کولای شي د توکو د لېږد اسانتیاوې زیاتې او د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.