ملګرو ملتونو یو ځل بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید نجونو او ښځو ته د زده کړو، کار او ډیپلوماسۍ فرصتونه برابر شي.
یوناما نن (د ۱۴۰۵ کال د سرطان ۳مه، چهارشنبه) د ډیپلوماسۍ په برخه کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت
ویلي، ښځې حق لري چې زده کړه وکړي، رهبري وکړي او د ټولنې په ټولو برخو، په ځانګړي
ډول په ډیپلوماسۍ او عامه خدمتونو کې ونډه واخلي.
د دې سازمان په وینا، ښځینه ډیپلوماټانې نه یوازې په نړیوالو چارو کې
برخه اخلي، بلکې «رهبرانې، سوله جوړوونکې او د برابرۍ مدافعانې» هم دي چې د یوې
عادلانه او باثباته نړۍ په جوړولو کې مرسته کوي.
تر اوسه طالبانو د یادې ورځې او د یوناما د دغو څرګندونو په اړه څه نه
دي ویلي.