د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د هند یو سوداګریز پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.
د دې خونې عمومي رئیس سید کریم هاشمي هند ته د خپل سفر پر مهال د دې
هېواد د (PHD) د سوداګرۍ او
صنایعو خونې له چارواکو سره په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.
د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د کانونو، وچو او تازه مېوو، لاسي
صنایعو، زعفران او کرنې په برخو کې د پانګونې پر ظرفیتونو بحث شوی او هندي لوري ته
په یادو برخو کې د پانګونې بلنه ورکړل شوې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، هندي چارواکو ژمنه کړې
چې ژر به د سوداګرو او پانګوالو یو ۲۰ کسیز پلاوی افغانستان ته واستوي څو له نږدې د
پانګونې فرصتونه وارزوي.
سرچینې زیاته کړې چې دواړو لورو په دې ناسته کې د افغانستان او هند
ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو هم خبرې کړې او د هغو
پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان هڅه کوي د سیمې له هېوادونو سره
خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او د بهرنیو پانګونو د جلب له لارې اقتصادي وده
چټکه کړي.