د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې د پاکستان له زندانونو څخه ۳۴۴ افغان بندیان ازاد شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد کسان په پاکستان کې د قانوني
استوګنې د اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو.
د خبرپاڼې له مخې، ازاد شوي بندیان د ډیورنډ فرضي کرښې د چمن ـ سپین
بولدک او تورخم له لارو افغانستان ته راستانه شوي او له لومړنیو مرستو ترلاسه کولو
وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې چې له
پاکستان څخه د افغان کډوالو او بندیانو د راستنېدو لړۍ لا هم روانه ده.
د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم د پاکستان له زندانونو څخه ۴۸۵ افغان
بندیان ازاد شوي وو او هېواد ته راستانه شوي وو.