Search

برېښنا شرکت: د ترکمنستان د ۵۰۰ کېلوولټه برېښنا لېږد پروژه له ۹۰ سلنې زیاته بشپړه شوې

News image
4 چنګاښ 1405 - 11:58

د طالبانو تر کنټرول لاندې برېښنا شرکت وايي، د ترکمنستان د ۵۰۰ کېلوولټه برېښنا لېږد پروژه د افغانستان د برېښنا سکټور له مهمو پروژو څخه ده او چارې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د دغه شرکت په وینا، د پروژې لومړی پړاو بشپړ شوی او دویم پړاو یې، چې له شبرغان ښار څخه د بغلان تر دشت الوان سیمې پورې غځېدلی، ۹۰.۸ سلنه پرمختګ کړی دی.

برېښنا شرکت زیاته کړې چې د برېښنا د لېږد له ټولټال ۳۰۵ کیلومتره مزو څخه ۲۰۲ کیلومتره بشپړ شوي دي. همدارنګه له ۷۷۵ برېښنا ستنو څخه ۷۴۷ ستنې نصب او مونتاژ شوې او د ۷۷۲ بنسټونو جوړولو چارې هم بشپړې شوې دي.

د معلوماتو له مخې، د دغې پروژې درېیم پړاو چې د بغلان له دشت الوان سیمې څخه د کابل تر ارغندۍ برېښنا سب‌سټېشن پورې غځېږي، اوس مهال د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري عملي کېږي.

برېښنا شرکت ویلي، د دې پروژې له بشپړېدو سره به د هېواد د برېښنا په سکټور کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شي او د کابل په ګډون به یو شمېر ولایتونه باثباته او د باور وړ برېښنا ته لاسرسی ومومي.