د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو دفتر د ۲۰۲۶ کال د نشهیي توکو په نړیوال راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د تریاکو د تولید بېساری کمښت، د مصنوعي اپیویډي نشهیي توکو له پراختیا سره یوځای، د نړۍ د نشهیي توکو د بازار جوړښت د بدلون په حال کې دی.
د جمعې په ورځ، د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۵مه خپور شوي راپور کې راغلي چې افغانستان، چې تر ۲۰۲۲ کال پورې یې د نړۍ شاوخوا ۸۰ سلنه ناقانونه تریاک تولیدول، د طالبانو له لوري د کوکنارو د کښت له بندیز وروسته د تریاکو په تولید کې له ۹۵ سلنې کمښت سره مخ شوی دی.
د راپور له مخې، د کوکنارو د کښت ساحه له ۲۳۲ زره هکټاره په ۲۰۲۲ کال کې ۱۰ زره او ۲۰۰ هکټارو ته په ۲۰۲۵ کال کې راټیټه شوې او د تریاکو تولید هم له ۶ زره او ۲۰۰ ټنو څخه شاوخوا ۲۹۶ ټنو ته کم شوی دی.
سره له دې، ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د تریاکو پاتې زېرمې ښايي د ۲۰۲۶ کال تر پایه دوام وکړي او لا هم د هیروئینو او تریاکو د قاچاق یوه برخه له همدې زېرمو سرچینه اخلي.
راپور وايي، د تریاکو د تولید له کمېدو سره د هیروئینو نړیوال بازار هم له بدلون سره مخ شوی او قاچاقبران د فینټانیل، نیتازینونو او نورو مصنوعي اپیویډي نشهیي توکو پر لور مخه کوي. د ملګرو ملتونو په وینا، دغه مواد د هیروئینو په پرتله ارزانه، پیاوړي او تولید یې هم اسانه دی، ځکه د کوکنارو کښت ته اړتیا نه لري.
د راپور له مخې، د هیروئینو د کمښت له امله په ۱۲ مهمو بازارونو کې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو پر مهال د هر ګرام خالص هیروئینو بیه له شاوخوا ۲۵۰ ډالرو څخه نږدې ۵۰۰ ډالرو ته لوړه شوې، په داسې حال کې چې د هیروئینو خالصوالی هم کم شوی دی.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې تر اوسه هېڅ هېواد نه دی توانېدلی د افغانستان د تولید تشه ډکه کړي. که څه هم میانمار له ۲۰۲۳ کال راهیسې د نړۍ تر ټولو لوی د تریاکو تولیدوونکی هېواد ګرځېدلی، خو تولید یې لا هم د افغانستان د پخواني تولید ځای نه شي نیولای.
په راپور کې د هند او پاکستان په ګډون د افغانستان په شاوخوا هېوادونو کې د کوکنارو د کښت د پراخېدو لومړنیو نښو ته هم اشاره شوې، خو ویل شوي چې د افغانستان د رول چټک بدیل موندل به ستونزمن وي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د نړۍ په بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه اروپا، اوقیانوسیه او افریقا کې د مصنوعي اپیویډي نشهیي توکو موندنې زیاتې شوې دي، په داسې حال کې چې په شمالي امریکا کې فینټانیل تر ډېره د هیروئینو ځای نیولی دی.
راپور همدارنګه ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې په نړۍ کې شاوخوا ۳۳۱ میلیونه کسانو نشهیي توکي کارولي، چې دا شمېر د یوې لسیزې وړاندې په پرتله ۳۴ سلنه زیاتوالی ښيي. کانابیس لا هم د نړۍ تر ټولو ډېر کارېدونکی نشهیي توکی دی او ورپسې اپیویډونه، امفیتامینونه او کوکاین راځي.
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو دفتر په پایله کې ویلي چې په افغانستان کې د تریاکو د تولید کمښت، د مصنوعي نشهیي توکو چټکه پراختیا، د کوکایینو د تولید زیاتوالی او د قاچاق د لارو بدلونونه د نړیوال نشهیي توکو بازار په بنسټیز ډول د بدلون پر لور بیایي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو د ۱۴۰۱ کال په وري میاشت کې د کوکنارو کښت، تولید او قاچاق منع اعلان کړ. له هغې وروسته د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو پرلهپسې راپورونو د افغانستان په ډېرو سیمو کې د کوکنارو د کښت او د تریاکو د تولید د پام وړ کمښت تأیید کړی، خو په ورته وخت کې یې د بزګرانو پر اقتصادي وضعیت او د نړیوالو نشهیي توکو د بازار پر بدلونونو هم اندېښنه څرګنده کړې ده.