د قزاقستان د روغتیا وزارت ویلي، د دغه هېواد د متخصصو ډاکټرانو یوه ډله یې افغانستان ته استولې، څو په یو شمېر روغتیايي مرکزونو کې ناروغانو ته تخصصي او جراحي خدمات وړاندې کړي.
دغه وزارت د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۴مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د
قزاقستان د تجربه لرونکو ډاکټرانو پلاوي خپل فعالیتونه د افغانستان په روغتونونو
کې پیل کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د یاد پلاوي غړي هره ورځ ګڼ تخصصي جراحي عملیات
ترسره کوي او ترڅنګ یې ناروغانو ته اړینې روغتیايي او درملیزې خدمات هم وړاندې کوي.
په دې طبي پلاوي کې د هډوکو او بندونو، ټپونو، زړه او رګونو،
ماشومانو، عمومي جراحۍ، بولي لارو، سږو ناروغیو او اپیډیمیولوژۍ متخصص ډاکټران
شامل دي.
د قزاقستان چارواکو ویلي، د دې مأموریت موخه په افغانستان کې د
روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا او له افغان روغتیايي کارکوونکو سره د طبي تجربو شریکول
دي.
د یادونې وړ ده چې قزاقستان په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره
خپلې بشري همکارۍ پراخې کړې دي. دغه هېواد تر دې وړاندې هم د خوراکي او بشري مرستو
ترڅنګ د روغتیا، ښوونې او روزنې او اقتصادي همکاریو په برخو کې له افغانستان سره د
مرستې اعلان کړی او د متخصصو ډاکټرانو استول یې هم د همدې همکاریو یوه برخه بللې
ده.