د بلخ د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، د دغه ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د بلخ امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې ویلي، پېښه د ۱۴۰۵ کال
د چنګاښ په ۶مه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه موټر یوه نجلۍ ووهله او وروسته له
کنټروله ووت او واوښت.
د خبرپاڼې له مخې، په دې پېښه کې هغه نجلۍ چې موټر وهلې وه، خپل ژوند
له لاسه ورکړی او د موټر له سپرلیو څخه هم یو کس وژل شوی دی. همدارنګه څلور نور
ټپیان شوي چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
د طالبانو د بلخ امنیه قومندانۍ د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي،
خو زیاته کړې یې ده چې په تړاو یې پلټنې روانې دي.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د سړکونو خراب وضعیت، د ترافیکي
اصولو نه مراعت، چټک موټر چلول او د موټرو تخنیکي ستونزې هر کال د ګڼو ترافیکي
پېښو لامل کېږي، چې له امله یې سلګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم ټپیان
کېږي.