Search

په جوزجان کې ترافیکي پېښې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

News image
7 چنګاښ 1405 - 11:53

د جوزجان د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، د دغه ولایت پر جوزجان–فاریاب لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د جوزجان امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۶مه هغه مهال رامنځته شوه چې یو «لوکسل» او یوه «سراچه» موټر سره ټکر وکړ.

د خبرپاڼې له مخې، په پېښه کې ټپیان شوي کسان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

سرچینې د دې ترافیکي پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او زیات سرعت بللی دی.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ترافیکي اصولو نه مراعت، چټک موټر چلول، د سړکونو خراب وضعیت او د موټرو تخنیکي ستونزې هر کال د ګڼو ترافیکي پېښو لامل کېږي، چې له امله یې سلګونه کسان مړه او ټپیان کېږي.