رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې اسرائیل ویلي، پوځ یې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۸مه د لبنان په جنوب کې د حزبالله هغه تر ځمکې لاندې تونل ویجاړ کړی چې د دې ډلې له لوري کارېده.
د راپور له مخې، دغه عملیات دوه ورځې وروسته له هغه ترسره شول چې اسرائیل او لبنان د امریکا په منځګړیتوب د سرحدي تاوتریخوالي د کمولو لپاره امنیتي هوکړې ته ورسېدل.
د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دفاع وزیر اسرائیل کاتز په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې عملیات د لبنان د مجدل زون په سیمه کې د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي د یوه تونل پر ضد ترسره شوي دي.
اسرائیلي چارواکو ادعا کړې چې د عملیاتو له ترسره کېدو مخکې یې امریکا هم په جریان کې اچولې وه او ویلي یې دي چې په دغه تونل کې سلګونه وسلې او د توغندیو توغوونکي ځای پر ځای شوي وو.
تر دې مخکې د اسرائیلو پوځ ویلي وو چې د لبنان د جنوب د نبطیه په سیمه کې یې د حزبالله هغه جنګیالي په نښه کړي چې د راکټي لاسي وسلو لېږد یې کاوه، او د راکټونو یو توغوونکی یې هم له منځه وړی دی.
بلخوا، حزبالله د اسرائیلو دغه عملیات غندلي او هغه یې د اوربند «څرګنده سرغړونه» بللې ده.
د حزبالله په اعلامیه کې راغلي چې دې ډلې تر اوسه د اوربند درناوی کړی، خو د اسرائیلو سرغړونې له نږدې څاري او د لبنان او د هغه د خلکو د دفاع حق د ځان لپاره محفوظ ګڼي.
د حزبالله مشر نعیم قاسم هم تر دې وړاندې د لبنان او اسرائیلو ترمنځ نوې امنیتي هوکړه رد کړې وه، هغه یې د اسرائیلو پر وړاندې «تسلیمېدل» بللي وو او ټینګار یې کړی و چې حزبالله به خپلې وسلهوالې مبارزې ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې، بنیامین نتانیاهو ویلي چې اسرائیلي ځواکونه به د لبنان په جنوب کې په امنیتي سیمه کې خپل حضور وساتي او د سرحدي سیمو د امنیت لپاره به د حزبالله د پوځي بنسټونو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.
د رویټرز د راپور له مخې، د لبنان او اسرائیلو روانې نښتې، چې د ایران له جګړې سره هم مهاله پراخې شوې، له امله یې په لبنان کې له یو میلیون څخه ډېر کسان بېځایه شوي دي. حزبالله او ایران وايي، امریکا دوه اوونۍ مخکې د یوې تفاهمنامې له مخې ژمنه کړې وه چې په لبنان کې به د جګړو د پای ته رسېدو لپاره همکاري وکړي.