Search

افغانستان له چین سره د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ماشینرۍ د پېرلو شپږ هوکړه ‌لیکونه لاسلیک کړل

News image
8 چنګاښ 1405 - 12:24

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، افغان خصوصي سکټور له چین سره د ۳۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د صنعتي او تولیدي ماشینرۍ د پېرلو شپږ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

یادې خونې ویلي، دغه هوکړه‌لیکونه د چین د چنګدو ښار د تولیدي او صنعتي ماشین‌آلاتو په نړیوال نندارتون کې د افغان پلاوي د ګډون پر مهال د افغانستان او چین د خصوصي سکټورونو ترمنځ لاسلیک شوي دي.

د خونې په وینا، د افغان پلاوي مشري د مدیره پلاوي غړي عبدالله رحیمي کوله. نوموړي او ورسره پلاوي د نندارتون په څنډه کې له چینایي چارواکو او سوداګرو سره د افغانستان د اړتیا وړ ماشینرۍ، د هغو د لېږد او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراختیا پر فرصتونو هم خبرې کړې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، د دغو هوکړه‌لیکونو موخه هېواد ته د معیاري صنعتي ماشینرۍ برابرول او د خصوصي سکټور د تولیدي ظرفیت لوړول دي.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او چین ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي. چین د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه شمېرل کېږي او دواړه هېوادونه د سوداګرۍ، پانګونې او صنعتي همکاریو د پراختیا لپاره هڅې کوي.