پاکستاني پوځ ویلي، د سېشنبې په ورځ یې څلور بېپیلوټه الوتکې، چې د دوی په وینا له افغانستان څخه د بلوچستان ایالت ته اوښتې وې، نسکورې کړې دي. په ورته وخت کې، طالبانو ادعا کړې چې په پاکستان کې یې د وسلوالو پر هدفونو هوايي بریدونه کړي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه بېپیلوټه الوتکې د هېواد د هوايي دفاعي سیستم لهخوا کشف او تر دې مخکې له منځه یوړل شوې چې کوم زیان واړوي.
پاکستاني پوځ ادعا کړې چې دغه بېپیلوټه الوتکې له افغانستان څخه ورغلې وې.
بلخوا، د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، د دوی هوايي ځواک د پاکستان د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ایالتونو کې د هغو هدفونو پر ضد بریدونه کړي چې د دوی په وینا، د داعش او نورو وسلوالو ډلو اړوند وو.
دغه وزارت ادعا کړې، هغه ځایونه چې په نښه شوي، په افغانستان کې د بریدونو د پلان جوړولو لپاره کارېدل او په دغو بریدونو کې وسلوالو ته درنه مرګژوبله اوښتې، په داسې حال کې چې ملکي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.
د دواړو لورو دغه ادعاوې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.