روسیې له طالبانو او پاکستان غوښتي چې خپله وسله واله شخړې پای ته ورسوي او اختلافونه د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.
د روسیې تاس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې مسکو د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د روانې پوځي نښتې له امله اندېښنه لري او ټینګار یې کړی چې د تاوتریخوالي تر ټولو دروند زیان ملکي وګړو ته اوښتی دی.
د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ د ۸مې نېټې د شپې د پاکستان هغو هوايي بریدونو ته اشاره کړې چې د افغانستان د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونه یې په نښه کړي او هغه یې د روانې شخړې وروستۍ غمجنه پېښه بللې ده.
وزارت د ملګرو ملتونو په حواله ویلي، په دغو بریدونو کې ۲۸ کسان، چې ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي او شاوخوا ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «روسیه له اسلاماباد او کابل څخه غواړي چې وسله واله شخړه پای ته ورسوي او ټول اختلافات د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو هوار کړي.»
په وروستیو اوونیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې دواړو غاړو ته د پوځي نښتو او متقابلو امنیتي ادعاوو له امله ترینګلتیا زیاته شوې ده.
د وروستیو تاوتریخوالو په تعقیب، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو هېوادونو هم له دواړو لورو غوښتي چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي، له زغم څخه کار واخلي او د لا زیات کړکېچ د مخنیوي لپاره خبرو اترو ته مخه کړي.