د ملګرو ملتونو د بشري مېشتځایونو پروګرام (UN-Habitat) ویلي، اټکل کېږي چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به د افغانستان له هر دوو کسانو څخه یو په ښارونو کې ژوند وکړي.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د افغانستان ډېری ښارونه دا مهال د ښاري
کېدو د چټک بهیر د مدیریت لپاره چمتو نه دي او د زیربناوو او ښاري خدمتونو په برخه
کې له جدي ننګونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتځایونو پروګرام ټینګار کړی، که د مناسب،
خوندي او د لاسرسي وړ د استوګنې چاپېریال رامنځته کول لومړیتوب وګرځول شي، نو داسې
ښارونه به جوړ شي چې ټول اوسېدونکي به پکې د ژوند له مناسب کیفیت څخه برخمن وي.
دغه پروګرام همداراز د دوامدار پرمختګ د ۱۱م هدف (SDG
11)، چې پر دوامدارو ښارونو او ټولنو تمرکز لري، د پلي کېدو پر اهمیت
هم ټینګار کړی دی.