Search

سرچینې: لغمان کې یو ۱۲ کلن زده‌کوونکی په ډزو وژل شوی

News image
12 چنګاښ 1405 - 11:39

ځايي سرچینې په لغمان ولایت کې وایي، د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ په ملک‌کلا سیمه کې یو ۱۲ کلن زده‌کوونکی په خپل کور کې د ډزو له امله وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا، دغه پېښه دوه شپې وړاندې، د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۱۰مه (پنجشنبه) رامنځته شوې ده.

سرچینو ویلي، وژل شوی زده‌کوونکی مغفورالله نومېده، ۱۲ کاله عمر یې درلود او د یوه خصوصي ښوونځي د څلورم ټولګي زده‌کوونکی و.

د معلوماتو له مخې، نوموړی د کور دننه پر زده‌کړو بوخت و چې د ډزو هدف وګرځېد او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.

تر اوسه د دې پېښې د انګېزې او د برید د عامل یا عاملانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، او اړوندو چارواکو هم په دې تړاو رسمي څرګندونې نه دي کړې.