Search

د لومړني افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه سبا هېواد ته لېږدول کېږي

News image
14 چنګاښ 1405 - 10:30

ټاکل شوې چې د افغانستان د لومړني ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه سبا د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۱۵مه (دوشنبه) د جرمني له مونیخ ښار څخه کابل ته ولېږدول شي او په خپل هېواد کې خاورو ته وسپارل شي.

د سرچینو په وینا، د نوموړي د جنازې د لېږد چارې د طالبانو د بهرنیو چارو، دفاع او ټرانسپورټ وزارتونو په همغږۍ او همکارۍ ترسره کېږي. د هغه له کابل ته تر رسېدو وروسته به په همدې ورځ د جنازې لمونځ ادا او د هېواد په خاوره کې به خاورو ته وسپارل شي.

عبدالاحد مومند د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۳۱مه (د ۲۰۲۶ کال د جون ۲۱مه) په جرمني کې د سرطان ناروغۍ له امله ومړ.

عبدالاحد مومند د افغانستان لومړنی او یوازینی ستورمزلی و، چې په ۱۳۶۷ کال کې یې د پخواني شوروي اتحاد د فضايي پروګرام له لارې فضا ته سفر وکړ. نوموړي د افغانستان د علمي او فضايي تاریخ یوه مهمه څېره ګڼل کېږي او د هغه فضايي سفر د هېواد په تاریخ کې یو مهم علمي او تاریخي پړاو بلل کېږي.