Search

طالبانو او د قطر سفیر د افغانستان د وروستیو پرمختګونو او بشري مرستو په اړه خبرې وکړې

News image
15 چنګاښ 1405 - 09:16

د طالبانو د اداري چارو مرستیالعبدالسلام حنفي، په افغانستان کې د قطر له سفیر، ډاکټر مردف بن علي القاشوطي، سره د افغانستان د وروستیو پرمختګونو او د افغانانو د ملاتړ پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د قطر ټریبیون د راپور له مخې، دواړو لوریو د افغانستان وروستي وضعیت او له افغانانو سره د مرستو د دوام پر څرنګوالي بحث کړی، خو د لیدنې د نورو جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.

قطر په تېرو څو کلونو کې د افغانستان له مهمو ډیپلوماتیکو او بشري شریکانو څخه پاتې شوی دی. له هغې وروسته چې طالبان د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه واک ته ورسېدل، دوحې د طالب چارواکو او د نړیوالې ټولنې د استازو د لوړې کچې غونډو کوربه‌توب کړی او همدارنګه یې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد او د دغه هېواد د سیاسي، اقتصادي او بشري ستونزو د هواري له هڅو ملاتړ کړی دی.

قطر همداراز په کابل کې خپله فعاله ډیپلوماتیکه استازولي ساتلې، چې له افغانستان سره د دغه هېواد د دوامدار تعامل څرګندونه کوي.